سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ۱۴۰۳ لمريز مالي کال ملي بوديجه توشيح شوه

کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د افغانستان د ۱۴۰۳ لمریز مالي کال ملي بودیجه له هر اړخیز غور او دقت وروسته توشیح شوه.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله اکس پاڼه همدارنګه ليکلي چې د روان مالي کال په ملي بودیجه کې د خلکو اړتیاوي او لومړیتوبونه په پراخه کچه په پام کې نیول شوي او همدا رنګه د سږ کال ملي بودیجه هم لکه د تېر کال له خپلو کورنیو عوایدو څخه چمتو شوې ده.
مجاهد زياته کړې، چې مالیې وزارت به د تل په څېر د ۱۴۰۳ لمریز مالي کال، ملي بودیجه د هېواد په مالي سیستم کې ځای پر ځای کړي او د روان مالي کال اړوند ټولو (عادي او پراختيايي) برخو ته به په پوره روڼتیا سره په نورمال ډول رسېدنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته