د ۱۳۹۶ کال لپاره د نیالګیو ایښودلو ملي کمپاین پیل شو
کابل باختر دکب د مياشتې اته ویشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرايیې رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله او د کرنې او اوبو لګولو د وزیر اسدالله ضمیر له خوا د هېواد امنیتي او دفاعي قوتونو ته د درناوي او له هغوی څخه د ملاتړ تر عنوان لاندې د ۱۳۹۶ کال لپاره، د پسرلني نیالګیو د ایښودلو ملي کمپاین او د کابل د شنه کمربند پروژه پیل شوه.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هیواد د کرنې وزیر د دغه کمپاین د پرانستلو په وخت کې وویل:
" روان کال له خصوصي سکټور سره د نږدې همکارۍ په لړکې قوریه لرونکو او مرسته کوونکو مؤسسو لخوا ۲۶.۲ ملیونه میوه لرونکي او بې میوې نیالګي ویشلو ته برابر شوي دي.
همدا راز د کابل ښار پر سمسورتیا سربیره د نیالیګو د ایښودلو ملي کمپاین او د کابل د شنه کمربند پروژه هم په پام کې نیول شوې ده، په دې پروژه کې د کابل ښار ( د ټلویزیون غر، د شیر دروازه غر، آسمايي، د قرغې او قصبې غونډيو لمنې) شاملې دي چې په لړکې به یې ۸۸۳ هکتاره ځمکه تر پوښښ لاندې راشي.
په پام کې ده، چې د راتلونکي ۱۳۹۶کال پسرلني کمپاین او د شنه کمربند پروژې په لړ کې به، په ټولیز ډول سره ۲۰ زره نیالګي کیښودل شي. همدا راز د روان کال د مني کمپاین په لړ کې ۱۲۵ زره بې میوې نیالګي ایښودل شوي دي . بله خوا په پلان کې ده، چې د راتلونکي کال په مني کې به ۲۱۳ زره نیالګي نور هم کیښودل شي.
د کابل شنه کمربند پروژه دکرنې، اوبو لګونې اومالدارئ وزارت یو له لویو پروژو څخه ده، چې د یوه کال په لړ کې به پلې شي او په ترڅ کې به یې د سیمې خلکو ته ۲۴۸ زره کاري ورځو، د کار زمینه برابره شي. همدا راز د راتلونکي کال په لړ کې به هم خلکو ته د ۱۳۰ زره کاري ورځو د کار زمینه برابره شي.
د هیواد کرنې اوبو لګونې او مالدرائ وزیر د شنو سیمو څخه د ساتنې او نیالګیو د اوبو لګونې په برخه کې د خلکو د پوهاوي په موخه د سیمو له مشرانو، رسنیو او مسجدونو له امامانو څخه غواړې، چې په دې برخه کې له کرنې وزارت سره مرسته وکړي او خپلې هڅې ونه سپموي.#