د ۱۳۱ ميليونه افغانيو په ارزښت د ځوانانو چارو معینیت او اسلاميک ريليف مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل، د لړم ۱۷مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد، د اسلامیک ریلیف مؤسسې له رئیس محمد ذوالقرنین عباس سره د ۱۳۱ ميليونه افغانيو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

د دغه هوکړه لیک له مخې به؛ د ځوانانو د کاري فرصتونو، ظرفيت لوړونې، فکري اصلاح او اقتصادي پياوړتيا په برخو کې اووه برنامې تطبيق او د کابل، بلخ او ننګرهار ۱۸۲۵ ځوانان به ترې مستفيد شي.

Ps20241173 1

د ځوانانو چارو معین، د یاد هوکړه لیک د لاسلیک کولو پر مهال ویلي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت به هڅې وکړي، ترڅو ځوانانو ته ښه فرصتونه او آسانتیاوي برابرې کړي.

د اسلامیک ریلیف مؤسسې رئیس هم، د ځوانانو د تعليمي، تحصيلي او کاري خدماتو په برخو کې د ځوانانو چارو معینیت هڅې ستایلې او ژمنه یې کړې چې دغه مؤسسه به ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress