د یو شمېر ملي پروژو د پلي کولو پر څرنګوالي خبرې وشوې
کابل، د مرغومي ۲۴مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، نن د ملي پراختیا شرکت له عمومي اجرایوي رئیس عبدالرحمن عطاش سره وکتل.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د هېواد د یو شمېر ملي پروژو د پلي کولو پر څرنګوالي خبرې شوې دي.
ویل شوي چې په نږدې راتلونکي کې به د اوبو او انرژۍ وزارت او د ملي پراختیا شرکت د یو شمېر مهمو ملي پروژو د پلي کولو په اړه موافقې ته ورسېږي.