د «یو ان ‌اچ‌ سي ‌آر» سازمان د افغانستان له روغتیايي برخې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي

کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي، د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د عالي کمېشنرۍ «یو ان‌ اچ ‌سي ‌آر» سازمان له مشر رفعت جمال سره کتلي دي.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې له نورو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتیايي چوپړتیاوو د برابرولو، په راستانه شویو هېوادوالو کې له روغتیایي زده کړو څخه فارغو شویو مسلکي کسانو ته د روزنیزو برنامو د رامنځته کولو، کډوال مېشتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو، د عمومي روغتونونو او د «یو ان ‌اچ ‌سي ‌آر» سازمان له لوري د جوړو شویو روغتیایي مرکزونو د عصري کولو، د راستنېدونکو هېوادوالو ترمنځ د ساري ناروغیو د مخنیوي د لارو چارو او په لویو لارو کې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو د جوړولو په اړه خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې، د افغانستان روغتیایي سیستم د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو بنسټونو همکاري اړینه بللې او د یاد سازمان له مشر یې غوښتنه کړې چې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي؛ ترڅو په دې برخه کې ستونزې راکمې شي.
د «یو ان ‌اچ‌ سي ‌آر» مشر هم، د افغانستان له روغتیايي برخې سره خپلو دومداره همکاریو ته په اشارې، د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د هر اړخیزو روغتیايي خدماتو ترڅنګ په لویو لارو کې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو د جوړولو او د کډوالو ترمنځ د مسلکي کسانو د ظرفیت لوړونې او د هغوی د ګومارنې اړوند طرحې په تائید سره؛ د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته