کابل/ د زمري ۱۱مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن د ملي شورا د د دواړو مجلسونو ځانګړې ګډې غونډې ته وینا وکړه. د جمهوررییس په وینا کې د هېواد د اوسني حالت رښتینی انځور وړاندې شو او پر هغو لومړیتوبونو ټینګار وشو چې په دغه ځانګړي حالت کې باید ټول ورته پام واړوي. جمهوررییس په ځانګړي ډول پر یووالي ټینګار وکړ. د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د جمهوررییس په وینا کې دغه ټکی ښه په زغرده راغبرګ شو چې هېواد نن تر څرګند نظامي او تبلیغاتي یرغل لاندې دی. د افغانستان دښمنانو په کلکه پتییلې ده چې د افغانستان دولت او نظام یو ځل بیا نسکور کړي او خپلو کرغېړنو موخو ته ورسېږي. د افغانستان په ګڼو سیمو کې جګړې او بریدونه د دغه بربنډ یرغل ښکارندویي کوي. افغانان نن یوځل بیا له ستر تاریخي آزمون سره مخ دي.
که د دغه نظامي او تبلیغاتي یرغل ټولو اړخونو او عواقبو ته ژوره او هراړخیزه کتنه وشي؛ نو دا واقعیت ترې ډېر ښه راڅرګندېږي چې اوس نه یوازې د دولت او نظام د پایښت خبره مطرح ده؛ بلکې د یو آزاد، خپلواک، واحد او یوموټي، پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د بقا او پایښت خبره هم مطرح ده. که افغانان خدای مه کړه ونه شي کولای چې دغه بربنډ تبلیغاتي او نظامي یرغل شنډ کړي؛ نو دا ویره شته چې ملت او هېواد د تاریخ داسې ژورې کندې ته ولوېږي چې بیا به ترې راپورته کېدل ګران اوښایي ناشوني وي.
د دغه نظامي او تبلیغاتي یرغل پروړاندې کلک درېدل یوازې په ملي یووالي سره شوني دي. نن د دې وخت دی چې ټول ملت د هېواد، نظام او دولت د دفاع په واحد سنګر کې کلک ودرېږي. جمهوررییس په زغرده وویل چې ( نن د یووالي او پيوستون وخت دی، د ملامت او سلامت د جلاکولو فرصت نشته. د تېر په اړه قضاوت د هر افغان نارینه او ښځې آګاه وجدان ته پرېږدو او زما تمرکز پر ملي یووالي او ملي پيوستون دی). د جمهوررییس په دغو خبرو کې ستر تاریخي پيغام پروت دی او هغه دا چې اوس د ملامت او سلامت د پېژندلو او جلاکولو لپاره فرصت نه شته. تاریخ به قضاوت وکړي او د افغانانو آګاه وجدانونه او ضمیرونه به قضاوت وکړي. هرڅه د تاریخ په حافظه کې ثبت دي، د هر چا، هر شخصیت او هرې ډلې کړه وړه ملت ته لکه لمر روښانه دي او هېڅوک هغه د ملت له حافظې ایستلی نه شي؛ خو اوس د څو ک ملامت دی او څو ک سلامت، وخت نه دی؛ بلکې اوس د یووالي وخت دی، د پيوستون وخت دی. ټول باید خپل اختلافات که هغه سیاسي دي، سمتي دي، سلیقه یي دي، مذهبي دي، ژبني دي او یا نور – دا باید ټول یوې خواته کېږدي او د نظام، دولت او تر ټولومهمه دا چې د یو آزاد،خپلواک او سرلوړي هېواد په توګه د افغانستان د بقا او پایښت د دفاع په کلک سنګر کې د یو موټي،متحد او ویاړلي تاریخي ملت په توګه کلک ودرېږي. لکه پورته چې وویل شول اوس ټول ملت په یو ستر تاریخي آزمون کې دی او ملت باید له دغه آزمونه سرلوړی او بریالی راووځي. موږ د خپل ویاړلي ملت پر تدبیر او هوښیارۍ باور لرو، موږ د خپل ملت پرغیرت، مېړانې او هېوادپالنې باور لرو.
23 2 دقیقې لوستل