د یوه قوماندان په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي
کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۶ مه
د هېواد په سویل ختیځو ولایتونو غزني او د میدان وردګو په بېلابېلو سیمو کې د یوه قوماندان په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، درې تنه ټپيان شوي او یو بل تن یې نیول شوی دی.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، دغه وسله وال طالبان د تېرو څلرویشتو ساعتو په موده کې له افغان ځواکونو سره د نښتو او د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
پای/وصال