امنیت

د یوسف خېلو ولسوالۍ د سمه يېز پولیسو د قوماندان د مېرمن او لور وژل کېدل

۲ـ ښرنه  باختر د زمري ۱۳ مه
وسله والوطالبانو د مرکزښرنې د کوټوالو په سېمه کې د يوسف خېلو ولسوالۍ د سیمه یېز پولېسو په قوماندان بريد کړی چې له امله یې د قوماندان په ګډون د کورنۍ پنځو تنو ته مرک ژوبله اوښتې ده.
د يوسف خېلو ولسوالۍ اوسيدونکي غلام الرحمن د باختر اژانس سیمه یېز خبریال  ته وويل چې په دې بريد کې د قوماندان نياز ميرمن او يوه لور وژل شوې او د قوماندان په ګډون يې يوه لور او یو  زوی سخت ژوبل شوي دي.
د يوسف خېل ولسوالۍ امنيه قوماندان دویم ساتنمن بازخان هم پېښه  تاېیدوي او زیاتوي چې دغه بريد هغه مهال را منځته شو کله چې د سیمه  یېزو پولیسو قوماندان نياز له مرکزښرنې څخه يوسف خېلو ولسوالۍ ته ناروغان لېږدول .
سرچینه زیاتوي  چې په دغه برید  کې د قوماندان نیاز مېرمن او ۱۰ کلنه لور وژل شوې او یو ۳ کلن زوی، لور او په خپله قوماندان نياز په کې سخت ژوبل شوي دي.
د مرکزښرنې يو تن اوسيدونکي عتيق الله وويل چې دغه برید د مرکزښرنې دامنيه قوماندانۍ په ۳ کيلو مترۍ کې را منځته شوی او وسله وال طالبان له بريد ورسته په ډاډه زړه له سېمي څخه تللي دي.
هغه وويل چې په دې ورستيو کې د پولېسو د بې غورۍ له امله ورځ تر بلې د مرکز ښرنې ساحې نا امنه کېږي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته