کابل /دلېندې لومړى / باختر
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، چې د ګډوګټود هېوادونو د ملي امنیت دسلاکارانو اوومه ناسته کې د ګدون لپاره روسیې ته تللی، د بېلا بېلا هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره يې وکتل.
دملي امنيت دسلاکاردفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ملي امنیت سلاکار د دې کنفرانس په څنډه کې له خپل روسي سیال نیکولای پاتروشف سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو د امنیتي او اقتصادي همکاریو پر زیاتېدو او د ( افغانستان، هند، روسیې، چین، ایران او پاکستان ) د ملي امنیت سلاکارانو د دویمې شپږ اړخیزې ناستې پر جوړېدو بحث او خبرې وکړې.
هغه همدا راز د تاجکستان د ملي امنیت له سلاکار محمد علي وطن زاده سره د افغانستان د سولې پر بهیر، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي همکاریو خبرې وکړې.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د بلاروس د ملي امنیت له سلاکار جنرال سټېنسلف زاس سره هم وکتل. ډاکټر محب له ښاغلي زاس څخه مننه وکړه، چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې د هند له خوا د مرسته شویو مې ۱۷ هلېکوپټرو د پلور بهیر بشپړ کړ. په دې کتنه کې دواړو خواوو پر امنیتي همکاریو هم بحث وکړ او مقابل لوري دملي امنيت سلاکار ته بلنه ورکړه، بلاروس ته سفر وکړي.
د دغوکتنو په لړ کې، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د اذربایجان د ملي امنیت له سلاکار رمیل یوسیبوف سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو د اړیکو پر پراختیا، اقتصادي همکاریو، د لاجوردو لارې په ارزښت او امنیتي همکاریو خبرې اترې وکړې.
د ملي امنیت سلاکار دګډوګټو دهېوادونو اووم کنفرانس څنډه کې د قزاقستان د ملي امنیت له سلاکار کالموخانبت کاسیموف سره پر فرهنګي اړیکو، د تحصیلي فرصتونو په ایجاد، د اقتصادي همکاریو په پراخوالي او د آسیا زړه هېوادونو په کنفرانس چې ټاکل شوې راتلونکې میاشت د ترکیې په استانبول ښار کې جوړ شي، بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د قرغزستان د ملي امنیت له سلاکار دیمیر ساګین بائیف سره هم وکتل. په دې کتنه کې د افغانستان او قرغزستان تر منځ په انکشافي پروژو، د بشري مرستو اړوند د همکاریو هوکړې لاسلیک او د دواړو هېوادونو د ملي امنیت شوراګانو ترمنځ د مېکانیزم پر ایجاد خبرې وکړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ګډوګټو هېوادونو اووم کنفرانس جوړېدو او دې کنفرانس ته د بلنې له امله مننه وکړه او ټینګار يې وکړ، چې دغه شان ناستې کولای شي د هېوادونو ترمنځ همغږۍ لا پیاوړې کړي.
پاى-فضل واحد