کابل – باختر د لړم دمياشتې ١١
د ګلف دوه تنه ورزشکاران نن له کابل څخه تايلند ته روان شول.
دغو ورزشکارانو د ګلف په نړيوالو سياليوکې دګډون په مقصد تايلند ته سفر وکړ.
د بدني روزنې او سپورت رياست د اطلاعاتو او عامه پوهاوى د آمريت دخپرونو غړي سيد نصرت د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ګلف دملي ټيم ورزشکارانو عبدالحکيم او ذبيح الله د ګلف په نړيوالو سياليوکې چې د روان ميلادي کال د نوامبر د مياشتې له نهمې نيټې څخه په تايلندکې پيليږي؛ ګډون کوي.
د يادونې وړ ده چې په دې سفرکې دوه کسيزه هيئت هم د دغو ورزشکارانو ملګرتيا کوي.