د ګلران په شاوخوا سيمو کې افغان ځواکونه ځاى پرځاى شول
کابل / د چنګاښ لومړۍ / باختر
د ګلران ولسوالۍ د مرکز قره باغ بازار په شاوخوا سيمو کې زيات امنيتي او دفاعي ځواکونه ځاى پرځاى شول.
د ٢٠٧ظفر قول اردو د مطبوعاتو مسوول باختر آژانس ته وويل: سره له دې چې طالبانو د ګلران ولسوالۍ په تګلوري کې د کمين په نيولو سره د افغان ځواکونو د ننوتلو مخه نيسي، خو افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د دوى د کمين په ماتولو او پر هغوى په سختو ګوزارونو په برياليتوب سره د قره باغ بازار ته ننوتل.
اوس امنيتي او دفاعي ځواکونو د ګلران ولسوالۍ د قره باغ بازار په شاوخوا سيمو کې خپل عمليات او ګزمې زياتې کړې دي او په دې سيمه کې د طالبانو د ځپلو لپاره هلې ځلې دوام لري.
ختم-ج-ا