د ګزر ګاه نور لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

– پلخمري / د غبرګولي / ۱/ باختر
د بغلان د ګزر ګاه نور ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال قاري امرالله تېره شپه ووژل شو.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ د ویاند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړچې طالبانو تېره شپه د بغلان د ګزر ګاه نور ولسوالۍ پر پوستو بریدونه وکړل چې د پوځیانو له مقاومت سره مخ شول .
د خبر ځای د څرګندونو له مخې، په دغو نښتو کې د ګزر ګاه نور د ولسوال قاري امرالله په ګډون شپږ وسله وال طالبان ووژل شول .
خبر ځای زیاته کړه چې په دغو نښتو کې شپږ نور وسله وال طالبان ټپیان شول .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته