-ګردیز باخترد زمري د مياشتې ۲۱ مه
دپکتياولايت په مرکز ګردېز ښار اړوند د (ابراهیم خیلو) پر امنیتي پوستې وسله وال برید کې درې تنه وسله وال بریدګر وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
د پکتيا ولایت د امنيې قومندانۍ د رسنيو مسول سردار ولي تبسم باختر اژانس ته وويل چې په دې برید کې لسګونه تنه وسله والوبریدګرو برخه درلوده، چې له نېکه مرغه د افغان امنیتي پولیسو له خوا په شرموونکي ډول ماتې ورکړل شوه.
تبسم زياته کړه په دې بريد کې درې تنه وسله وال مخالفان وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
د ده په وینا د وسله والو مخالفانو د يوه قومآندان ذاهد کوچي د مړي په ګډون دوه مړي په سيمه کې پاتې دي او يو کرولا ډوله موټر يې هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.
ديادونې وړ ده چې پرون هم په زرملې ولسوالي کې د پولیسو په کمین کې یو تن وسله وال وژل شوی، چې له مړي، سره یې یو میل کلاشینکوف او نور مهمات هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.پای/رووفي
0 1 دقیقه لوستل