ورزش

د ګذرګاه ټيم اتل شو

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
د ګذرګاه دفوټبال ټيم دکابل ښار د فوټبال د څلورم پړاو د سياليو لومړى مقام وګاټه.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل: د دغو سياليو په وروستى پړاو کې د ګذرګاه او د جوانان پيروزي ټيمونو لوبه وکړه چې په پايله کې يې لوبه د صفر په وړاندې په دوو سره د ګذرګاه ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم لومړى مقام وګاټه .
دغه راز د جوانان پيروزي ټيم دويم مقام وګاټه او سيد ذکريا د اوو ګولونو په وهلو سره د دغو سياليو د ګول د ښاغلي په توګه معرفي شو .
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: له يوې مياشتې راپه دې خوا داته څلويښتو ټيمونو ترمنځ په دريو زونونو مرکز ، شمال او لويديځ کې سيالۍ پيل شوې وې چې په پاى کې پرون پاى ته ورسيدې.
قيومي زياته کړه چې د ګذرګاه ، جوانان پيروزي ، برادران او د پنج ستاره ټيمونو د بي د ګروپونو امتياز ترلاسه کړ چې د ١٣٩٤ کال په سياليوکې ګډون کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته