د ګذرګاه سخي زيارت په نږدې راتلونکې کې بيا رغول کېږي

کابل باختر د وري  څوارلسمه :
په غزني ولايت کې دګذرګاه سخي زيارت په ډير لنډ ممکن وخت کې  بيا رغول کېږي .
  د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې ،  دګذرګاه سخي زيارت  د بيا رغاونې تخنيکي سروې چې د غزني ښار په ختيځ کې  د سخي صاحب په غونډۍ  کې موقعيت لري  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د انجنيرۍ د  ټيم له خوا ترسره شوې ده.
د ګذرګاه سخي زيارت په  غزني ښار کې د يومشهور ځاى سربېره پردې چې هره ورځ  د بېلابېلو ولايتونو اوسيدونکي دغه ځاى ته ځي د هجري لمريز کال د پيل په لومړيو ورځو کې د خلکو د راټوليدو ځاى و .
د دغه زيارت  ودانۍ کابو  يوه مياشت مخکې د ناپېژاندوکسانو له خوا ويجاړه شوه .
د يادونې وړ ده چې په وروستيو څو کلونوکې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ناپيژاندو کسانو څو زيارتونه ويجاړ  کړي دي .   ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته