د ګازو نللیکې په اوږدو کې د ځمکې د استملاک چارو بهير پر چټکتيا خبرې وشوې

کابل، د مرغومي ۲۸مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري، د ځمکو ادارې له عمومي رییس ملا محمود مظلوم سره کتلي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې کتنه کې د ګازو نللیکې په اوږدو کې د ځمکې د استملاک چارو په اړه خبرې وشوې.
په کتنه کې دغه راز د ګازو نلليکې پروژې پر پلې کولو، د همکاریو پر دوام او د یادې پروژې د کاري بهير پر چټکتیا ټینګار شوی دی.