کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٩ :
په جوز جان ولايت کې يوه ناوې او زوم د ګازو د خپريدوله امله ووژل شول.
دغه ناوې او زوم چې له واده څخه يې دوه شپې تيرې شوې وې؛ د شپې له خوا د ګازو د خپريدو له امله وژل شوي دي .
د جوزجان ولايت يو امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل: دغه ناوې او زوم مخکې له دې چې روغتون ته وليږدول شي، خپل ژونديې له لاسه ورکړى و.
د رپوټونوله مخې؛ دغه ناوې او زوم په خپله خونه کې له ګازي بخارۍ څخه استفاده کوله چې ښايي د ګازو خپريدل د دغې پيښې سبب شوى و.
2 د یوې دقیقې څخه لږ