خبرونهنړۍ

د کړکېچ پای ته رسولو هڅې؛ بلېنکن اسرایلو او اسرایلي پلاوی مصر ته رسېدلی

نړۍ، د مرغومې ۱۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

د الجزیرې ټلویزیون د راپورو له مخې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سیمې ته د سفر په ترڅ کې له یونان، ترکيې، اردن، قطر او سعودي عربستان څخه تر لیدنې وروسته نن اسرایلو ته رسېدلی او ټاکل شوې د دغه هېواد له چارواکو سره وګوري.

تمه کېږي بلېنکن غزه کې د جګړې د روان پړاو پای ته رسولو هڅې وکړي او دغه راز جګړه ځپلو سیمو ته د لا زیاتو بشري مرستو رسولو ته د اجازې ورکولو په موخه پر اسرایلي لوري فشار راوړي.

دغه راز مصري چارواکو ویلي، اسرایلي پوځي پلاوی د حماس او نورو جهادي ډلو له ولکې څخه د خپلو اسیرانو د ورخوشې کېدو په اړه د خبرو لپاره قاهرې ته ورسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې د صهیونستي پوځيانو ظلمونو بېخي زور اخیستی او تر ډېره یې قربانیان ملکي وګړي په ځانګړي دول ښځې او ماشومان دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته