د کډوالو نړیوال سازمان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د حرفوي زده کړو په برخه کې همکاري کوي
کابل، غبرګولي ۱۵مه، باختر
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولینو، په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له استازي خان محمد سلطاني سره وکتل.
باختر آژانس ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ پر څرنګوالي او زیاتوالي خبرې شوې دي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولینو د دې ادارې یو لړ غوښتنې او اړتیاوې د مهاجرت نړیوال سازمان له استازي سره شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.
په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان استازي هم په خپلو خبرو کې، د حرفوي زده کړو په برخه کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.