سیاستخبرونهاقتصادTOPټولنه

د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت له ۷ موسسو سره د نږدې ۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل

کابل، د سلواغې ۴مه، باختر

د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت له ۷ بنسټونو سره د یو میلیون ۵۶۳ زره او ۱۲ ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغان ماشومانو او ښځو له تعلیمي موسسې، د خیریه بشري، د ژوند ټولنیزې، اقتصادي او پراختیایي موسسې، له پوهنې څخه د ملاتړ، اکشن اېد، راه نوین او د ناروې د کډوالو شورا سره یې د همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.

په خبرپانه کې راغلي د یادو تړونونو پر بنسټ به دغه موسسې یو میلیون ۵۶۳ زره ۱۲ ډالر په بلخ، سرپل، بدخشان، هرات، نیمروز، بغلان، کندوز او ننګرهار ولایتونو کې له اړمنو کورنیو سره د نغد پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو سربېره اړمنو کورنیو ته د کورونو کرایه کولو په برخو کې لګول کېږي.

یاده دې وي چې له دې وړاندې هم دغه وزارت له ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونه سره دې ته ورته د همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته