د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال په افغانستان او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رئيسانو سره وکتل
کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رئيسانو لئونارد زولو او آغلې فيليپا کندلر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د نغدي مرستو له مرکزونو څخه د څارنې، له پاکستانه د اجباري راستنېدونکو د ثبت او د ياد سازمان د سېمه اېزو دفترونو د فعاليتونو په اړه خبرې وشوې.
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رئيس لئونارد زولو وويل چې د ننۍ لېدنې موخه د کډوالو وضعيت څېړل، د درې اړخيزه او څلور اړخيزه ناستو په اړه د دغه وزارت د پيغام رسول او په منظمه او ابرومندانه توګه له پاکستان څخه د کډوالو راستنېدنه تر څو په راتلونکې کې مثبتې پايلې ولري او دغه سازمان په هر ډول حالت کې لا زياتو مرستو ته تيار دی.
ورته مهال په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رئيسې فيليپا کندلر وويل چې زمونږ موخه له راستنېدونکو سره له نږدې لیدنه ده، څو څو ځله مو له پاکستاني چارواکو سره د اجباري اخراج، د هغوی د شتمنيو د ضبطولو، حقوقو د خونديتوب او درې اړخيزو ناستو په اړه له پاکستاني چارواکو سره لیدنې کړې ترڅو پاکستان له دغه تاوتريخوالي لاس واخلي.
د وزارت مسلکي مرستيال له پاکستان څخه جبري راستنېدونکو ته د خدمتونو له کبله له يادې ادارې مننه وکړه او ويې ويل د اسلامي امارت پالیسي داده چې له خپلو ګاونډيانو سره ښې اړيکې ولري، پاکستان د مخکنيو تړونونو هم پابند نه وو، اسلامي امارت راستنېدونکو په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ دی، تل همکارۍ ته تيار او په هر حالت کې به له دوی ملاتړ وکړي.
راشد زياته کړه، د افغانانو جبري شړل د ټولو نړۍوالو قوانينو او ښه ګاونډيتوب خلاف دي.
هغه همداراز له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.
په دې کتنه کې همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ مرستيالې ترحاس بره، په پاکستان کې د حقوقي خونديتوب د کمېشنرۍ مرستيالې ليلا نوګمانوا او په افغانستان کې د دغه کمېشنرۍ د پالېسۍ لوړپوړي چارواکي کريسټف پورټمن هم شتون درلود.