د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د ناروې د کډوالو شورا له سرمنشي سره وکتل

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د ناروې د کډوالو شورا له سرمنشي یان اګلېنډ سره کتلي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اګلېنډ په دې کتنه کې په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا د فعالیتونو په هکله د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست ته مالومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې په کور دننه له بېځایه شویو سره د مرستو تر څنګ له ایران او پاکستان څخه له راتلونکو کډوالو سره هم په بېلابېلو برخو کې د اړتیا وړ مرستې کوي.
د نوموړي په وینا، چې له مرسته کوونکو هېوادونو سره په اړیکه کې دي، څو د افغان کډوالو او نورو بشري برخو کې د خپلو مرستو کچه لوړه کړي.
هغه زیاته کړې، هڅه کوي، چې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزارت سره په همغږۍ د کډوالو لپاره د سرپناوو برابرولو برخه کې ونډه ولري.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د کډوالو د ستونزو د حل په موخه د تړونونو د لاسلیک د لړۍ د ساده کولو او په دې برخه کې د خنډونو لرې کولو وړاندیز وکړ.
په ورته وخت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې په افغانستان کې د یادې شورا د بنسټ په ګډون د ناروې هېواد د همکاریو او بشري مرستو له کبله مننه کړې.
هغه زیاته کړې، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د راایستلو تر څنګ کورني بېځایه شوي هم جدي ستونزه ده.
نوموړي همدارنګه ویلي؛ نړیوال دې اجازه نه ورکوي، چې هېوادونه له افغان کډوالو د سیاسي وسیلې په توګه ګټه پورته کړي.
ښاغلي مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت هڅه کوي د کډوالۍ لاملونه له منځه یوسي، خو تر هغه چې افغانستان له اقتصادي اړخه پر پښو ودرېږي د نړۍ بشري مرستو ته اړتیا ده.
هغه همدارنګه د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې يې ده، چې په کاري ساحه کې به شته ستونزې او خنډونه حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته