سیاستخبرونهTOP

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، په کابل کې د ترکیې له سفیر سره وکتل

کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني نن په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جنک اونال او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې خلیل الرحمن حقاني د ترکيې هېواد له بشري مرستو مننه وکړه او ترکيه يې د مسلمانانو خواخوږی وباله او زیاته یې کړه، چې د اوسنیو سېلاب ځپلو بې ځایه شویو کورنیو او راستنېدونکو کډوالو سره د کار، زده کړو او د معیشت په برخه کې دې لا نوره هم همکاري وکړي.
حقاني زیاته کړه، چې افغانان او ترکان له پخوا نه دوستانه، اسلامي او تاريخي اړيکې لري او موږ به یادو اړیکو ته لا پراختیا ورکړو.
ورته مهال په افغانستان کې د ترکیې سفیر جنګ اونال وویل، چې بېلابېلې مرستندویه ادارې په افغانستان کې د افغانانو سره په مرسته بوختې دي او په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت څخه مننه کوو، چې د یادو بشري مرستندویه ادارو سره یې په هره برخه کې همکاري او همغږي کړې.
نوموړې همدارنګه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د لازیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته