د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست لغمان ته سفر وکړ
کابل، د سلواغې ۸مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، مرستیال والي، د علماو شورا رئیس، د کډوالو رئیس، ادارو ځینو مسؤلینو او د یو شمېر قومونو له مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې خلیل الرحمن حقاني وویل چې لغمان ته یې د راتګ موخه د کډوالو ستونزو حل کول دي.
نوموړي زیاته کړه چې هېڅ کډواله کورنۍ باید له ثبت پاتې نه شي او باید هڅه وشي ترڅو هغه کډوال تثبیت شي کوم چې خپلې ځمکې، کور او کلی نه لري.
ورته مهال د لغمان والي قاري زین العابدین عابد نوموړي ته له ښه راغلاست وروسته وویل:”موږ پوره هڅه کوو ترڅو لغمان کې په پوره همغږۍ د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړو”.
هغه له نوموړي وغوښتل چې لغمان کې کډوالو او نورو اړمنو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د لغمان کډوالو چارو رئیس مولوي غلام الرحمن بلال حقاني په وینا چې تر دې مهال شاوخوا ۵ زره کډوالې کورنۍ لغمان ته ورغلې دي.