سیاستخبرونهTOP

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د اکمالاتو او نړیوال خوندیتوب له مشرې سره وکتل

کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خليل الرحمن حقاني نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د اکمالاتو او نړیوال خوندیتوب له مشرې میرمن شوکو شیموزاوا او مل پلاوي سره وکتل.
نوموړې، چې تازه له پاکستان څخه راغلې وه، د دغه هېواد د سفر جزیات د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره شريک کړل.
شيموزاوا وويل چې له پاکستاني چارواکو او بهرنيو مرستندويانو څخه يې د افغان کډوالو د ستونزو د حل د هغوی د کارتونو تمدید او ښه چلند کولو غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وويل چې په تېر یوه کال کې له یو میلیون زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي او اسلامي امارت توانېدلی چې هغوی ته د سرپناه برابره او تر خپله وسه مرسته ورسره وکړي.
حقاني په دې برخه کې د افغان حکومت او مرستندویو بنسټونو ترمنځ په لا زياتې همغږۍ ټينګار وکړ.
د يادونې وړ ده، چې په دغه کتنه کې دواړو لوريو د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته