سیاستخبرونهTOPټولنه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست کندز ته سفر وکړ

کابل، د مرغومې ۳مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې کندز ولایت ته سفر وکړ.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې خلیل الرحمن حقاني په دې سفر کې د یاد ولایت له مخورو او چارواکو سره لیدنې وکړې او له هغوی څخه یې د د جبري راستنېدونکو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

یاد وزارت زیاته کړې چې له دغه سفر څخه د نوموړي موخه په یاد ولایت کې د راستنېدونکو د وضعیت کتنه او د هغو لپاره د مرستو راټولول ښودل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست بغلان، تخار او یو شمېر نورو ولایتونو ته د راستنېدونکو د وضعیت کتنې او د هغو لپاره د مرستو راټولولو په موخه سفرونه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته