سیاستخبرونهTOPټولنه

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي معین د وارچیلډ مؤسسې له مسوولینو سره وکتل

کالبل، د سلواغې ۱۷مه، باختر

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد په خپل کاري دفتر کې د وارچیلډ مؤسسې له مرستیال او د پروګرامونو له مسوول ون سنت سره وکتل.

په دې کتنه کې په هېواد کې د ماشومانو لپاره د دغې ادارې د خدمتونو او فعاليتونو د برابرولو په اړه خبرې وشوې.

مولوي عبدالرحمن راشد د اسلامي امارت د اصولو او قوانینو په رڼا کې د یادې ادارې د پروژو په ښه تطبیق کولو ټینګار وکړ.

ورته مهال ون سنت د دې ادارې د راتلونکو پلانونو د پلې کولو لپاره له وزارت سره د همکارۍ او همغږۍ ډاډ څرګند کړ.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته