ورزش

د کيک بوکس مډال راوړونکي وستايل شول

کابل باختردزمري دمياشتې لومړۍ نيټه :
د بدني روزنې او سپورت او د المپيک دملي کميټې لوى رئيس ډاکتر حفيظ الله   ولي رحيمي د کيک بوکس فدراسيون مډال راوړونکي وستايل.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د بدني روزنې اوسپورت او دالمپيک د ملي کميټې لوى رئيس دهېواد دکيک بوکس ملي ټيم  چې د چيوان له نړيوالو سياليو څخه يې چې په ايران کې ترسره شوې وې، د سرو زرو د دريو مډالونو، د سپين زرو د دوو مډالونو او د برونزو د دوو مډالونوپه ګټلو سره هېواد ته راستانه شوي دي، وستايل .
دغه مډال راوړونکي د بدني روزنې او سپورت د مالي او اداري مرستيال  قاسم حميدي او د المپيک د ملي کميټي د اجرائيوي رئيس دادمحمد اختري په وړاندې د سوغاتونوپه ورکولو سره وستايل شول.
پاى ج   ذ              

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته