خبرونهاقتصادټولنه

د کوکنارو پر ځای بدیلو کښتونو ته لېوالتیا؛ کندهار کې د ريحانو کرکېله زياته شوې

کابل، د زمري ۲۲مه، باختر
په کندهار کي د کوکنارو پر کرلو تر بندیز وروسته بزګرانو پر بدیلو کښتونو تکیه زیاته کړي چي له ډلې يې یو شمېر بزګرانو د انجي او ریحانو کرلو ته مخه کړې.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسؤل مطيع الله سعيدي وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال کندهار کې د ريحانو کرکېله زياته شوې او د اټکل له مخې، حاصلات به يې څو برابره ترلاسه شي.
نوموړي زياته کړه، چې سږکال د کندهار ښار، ارغنداب، ډنډ، دامان، پنجوائې، ژړۍ، میوند، شاولیکوټ او بولدک ولسوالیو کې پر ۱۰۰۰ هکټاره ځمکه ریحان کرل شوې، چې له دغو کروندو څخه په ۱۱ زره ټنه د ریحانو حاصلات راټول شي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ چارواکو دغه ولايت کې په زياته پيمانه د ريحانو د کرلو اصلي لامل، د ريحانو د کرکيلې کم لګښت او ډېر حاصل په ګوته کوي.
ریحان یو طبي بوټی دى، چې د درملو او په یو شمېر نورو توکو په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي او د کورني بازار تر څنګ نړۍوالوالو بازارونو کې هم پلورل کېږي.
بايد وويل شي، چې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو مخکې، کندهار يو له هغو ولايتونو څخه شمېرل کېده ،چې په پراخه کچه په کې کوکنار کرل کېدل، خو اوس په‌کې د ياد نشه يي بوټې ځای نورو کرنيزو نباتاتو نيولی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته