د کوچنیانو نړیواله ورځ او د افغان ماشومانو برخلیک
کابل/ د غبرګولي ۱۱مه/ باختر
نن د کوچنیانو نړیواله ورځ ده. هرومرو به نن په کابل او نورو ښارونو کې د دغې ورځې په ویاړ غونډې جوړېږي او لویان به په کې خبرې کوي، داسې خبرې چې ماشومان ښایي پرې پوه نه شي. موږ د هېواد د کوچنیانو برخلیک ته اندېښمن یو. د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده اولیکي:
د کوچنیانو نړیوالې ورځې د یادونې او نمانځنې اصلي موخه دا ده چې هر هېواد د خپلو کوچنیانو ستونزو ته جدي پام واړوي او د حل لپاره یې اغېزمنې او عملي تګلارې خپلې کړي. له بده مرغه د افغانستان وضعیت داسې دی چې کوچنیان له پامه لوېدلي ښکاري. کومې ستونزې دي چې دوی ورسره مخ نه دي: جګړه، ناامني، د ماشومانو قاچاق، له هغوی په ناروا کړنو کې ګټه اخیستل، له زده کړو بې برخې پاتې کېدل، شاقه کارونه او نور. موږ د ماشومانو د ستونزو په اړه دقیق ارقام او شمېرې هم نه لرو. د بېلګې په ډول آیا موږ داسې ارقام لرو چې په تېرو شلو کلونو او یاهم په وروستیو لږ ترلږه درېو څلورو کلونو کې څومره ماشومان په چاودنو، بمي بریدونو او په ټوله کې په جګړه کې وژل شوي دي؟ تر کومه چې موږ معلومات لرو؛ نو له بده مرغه دغه راز دقیق ارقام نشته. موږ په جګړه کې د وژل شویو او همدارنګه ټپي شویو ماشومانو دقیقو ارقامو ته اړتیا لرو. څوک باید دا ارقام راټول کړي؟ حکومتي ادارې لکه د کار او ټولنیزو چارو وزارت؟ د بشري حقونو خپلواک کمېسیون؟ یا هم نورې ادارې؟ موږ په دې برخه کې هم له یوراز ذهني اسارت سره مخ یو او په دې تمه یو چې یونیسف او نورې نړیوالې ادارې ارقام ټولوي او اړتیا نشته چې خپله پرې زحمت وباسو. دغه راز انګیرنه له پیله تر پایه ناسمه ده. که موږ غواړو د جګړې بدمرغه، کثیفه او مرداره څېره جګړه مارو ډلو، دهغوی پلویانو او ملاتړیو اوهمدارنګه نړیوالو ته لابربنډه کړو؛ نو باید په جګړه کې د قرباني شویو کوچنیانو په اړه دقیق ارقام راټول کړو.
هر کوچنی چې په جګړه کې وژل کېږي، مانا یې داده چې یو استعداد له منځه ځي، یو ستر انسان تلف کېږي، د هېواد د راتلونکې یو پياوړی او مستعد معمار له لاسه وځي. هغه ماشومان چې په دې لعنتي جګړه کې وژل شوي دي، د دوی په منځ کې سترستر استعدادونه وو او که د غوړېدا فرصت ورته برابر شوی وای، ښایي په نړیواله کچه سترستر شخصیتونه شوي وای.همدارنګه هغه ماشومان چې نن له زده کړو بې برخې دي، د دوی په منځ کې ستر ستر استعدادونه شته، هغوی چې شاقه کارونه کوي او خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، د دوی په منځ کې هم ښه استعدادونه شته؛ خو له بده مرغه دا استعدادونه په کوچنیوالی کې له منځه ځي او د غوړېدا چانس نه ترلاسه کوي.
موږد ماشومانو په اړه یوهراړخیز او روښانه لیدلوري ته اړتیا لرو، یوې عملي ستراتېژۍ ته اړتیا لرو، اغېزمنو ګامونو ته اړتیا لرو او په ټوله کې یو ژور فکرته اړتیا لرو. دا رښتیا ده چې د نن ماشومان، د سبا جوړوونکي دي. که دوی نن ښه زده کړه وکړي، ښه وروزل شي، استعدادونه یې وغوړېږي؛ نو مانا یې دا ده چې زموږ راتلونکی به روښانه او ډاډمن وي. د هېواد پرماشومانوپانګونه، په حقیقت د یو ملت او هېواد پر راتلونکې پانګونه ده.
ختم-ن-ش