د کويټ امير: په کابل کې به د کويټ سفارت په نږدې راتلوونکې کې پرانستل شي

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٧ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي پرون دکويټ دشاهي هيواد له اميرصباح الاحمد الجابرالصباح سره وکتل .
باختراژانس دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې :
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخيزو همکاريو دپراختيا او له افغانستان سره  دکويټ دمرستو د دوام په باب خبرې وکړې.
والاحضرت  شيخ صباح الاحمد الجابرصباح په دې کتنه کې وويل  چې په کابل کې به د کويټ سفارت  په نږدې  راتلوونکې کې پرانستل شي  چې له دې لارې د دواړو هيوادونو ترمنځ همکاري زياتې همغږې شي .
والاحضرت شيخ صباح ډاډ ورکړ چې هيواد يې په بيلابيلو برخوکې له افغانستان سره خپلومرستو ته دوام ورکوي او دغه راز څرگنده يې کړه چې دکويټ پولي صندوق په افغانستان کې له لوړو زده کړو سره دمرستې موضوع څيړي .
په مقابل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  له افغانستان سره په څو تيرو کلونوکې دکويټ د حکومت او خلکو دمرستو او د اسيا دهمکاري لپاره دخبرو په ټولنه کې د افغانستان دغړيتوب په خاطر ددغه هيواد دملاتړ له امله قدرداني وکړه او د دواړو هيوادونو ترمنځ يې  دهمکاريو په پراختيا باندې ټينګاروکړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته