د کويټې ښار په يوه چاودنه کې څلور تنه ووژل شول
کويټه / ډي ډان / د غبرګولي د مياشتې ۴مه
د کويټې ښار د پښتون آباد په رحمانيه جومات کې په يوه چاودنه کې څلور تنه ووژل شول او ۲۸ تنه نور ټپيان شول .
باختر آژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ: دغه چاودنه د جمعې له لمانځه مخکې رامنځته شوه او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کويټې د پوليسو ادارې مرستيال عبدالرازق وويل چې دغه چاوديدونکي توکي په جومات کې ځاى پرځاى شوي و چې د جمعې له لمانځه مخکې وچاوديدل.
تر اوسه پورې د دغې پېښې مسووليت کوم چا يا ډلې په غاړه نه دى اخيستى.
د کويټې د پوليسو ادارې د څرګندونو له مخې، د دغه ښار د سلو جوماتونو امنيت تامين شوى او يو زرو ۵۰۰ پوليسان په ټول ښارکې ځاى پرځاى شوي دي.
پاى ذکرالله