کابل باختر دثوردمياشتې ٢٣ :
دکويټې شورا يو غړى په زابل کې د افغان امنيتي ځواکونو په خاصوعملياتوکې ووژل شو.
يوه امنيتي جګپوړي مقام د باخترآژانس خبريال ته وويل: دکويټې شورا غړى په ملارحماني مشهور عابد چې د کابل او قندهار په ښارونوکې د طالبانو د ډلې د تروريستي بريدونو طراح او سازمان ورکوونکي و؛ په زابل ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو په خاصو عملياتوکې ووژل شو .
ملاعابد د قندهار ولايت له اصلي اوسيدونکي و چې په وروستيوکلونوکې يې دکويټې په ښارکې ژوندکاوه .
د پيښې جزئيات وروسته خپريږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ