نړۍ

د کويد – ١٩ لومړنى واکسين په راتلونکى اوونۍ کې په روسيه کې ثبت شي

-مسکو /دزمري ١٨مه / باختر:
دکرونا ويروس  په وړاندې د روسيې لومړنى جوړ شوى  واکسين په راتلونکې اوونۍ کې ثبت شي .
دغه واکسين  د ګاميليا تحقيقاتي انستيتوت او د روسيې د دفاع وزارت له خوا جوړ شوى دى .
په تېرو ازماېښتونوکې ټول داوطلبان د واکسين په اخستلوسره  د کروناويروس په مقابل کې  معافيت ښودلې دي .
د روسيې  د روغتيا وزير اوليګ ګريدنيو وويل چې په وروستيو اوونيو کې د کرونا ويروس له امله  د مړينې کچه زياته شوې ده .
د روسيې د روغتياوزير وويل چې له هغه  وروسته روسيې  د اګست په ١٢مه به د دغه ويروس  لومړنى واکسين ثبت کړي .
د دغه ويروس  د ازمايښت  دريم او وروستۍ پړاو  دوام لري .
دغه واکسين به خوندي وي .
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته