د کونړ پوهنتون کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
کابل، د لېندۍ ۲۵مه،. باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم کونړ ته د خپل رسمي سفر پر مهال په سید جمال الدین افغان پوهنتون کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
یادې پروژې چې د کونړ ـ سید جمال الدین افغان پوهنتون د حفظ او مراقبت پروژې او یوه اداري ودانۍ، داخلي سړکونو بیارغولو او ۴۰ پایې کمپیوټرونه پېرل په کې شامل دي، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه بشپړ او د دغه وزارت سرپرست له لوري د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم یوې سترې ولسي غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل چې د اسلامي امارت مشرتابه د هېواد تحصیلي ډګر د پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړي او تر نورو برخو یې ډېره بودیجه ورته ځانګړې کړې ده.
نوموړي د افغانستان خپلواکۍ ته په اشارې سره وویل چې هېڅ بهرني هېواد ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله وکړي، اوسمهال افغانستان واحد قیادت لري، د افغانستان خلک د ورورولۍ او یووالي په فضاء کې د یو بل تر څنګ ژوند کوي، ډلې او ګوندونه نشته، فساد، غلا او رشوت په کې ختم شوي او د چا مرستې او پور ته اړتیا نه لري.