خبرونهټولنهTOPروغتیا

د کونړ په شیګل کې لس بستریز روغتون پرانیستل شو

کابل، د تلې ۶مه، باختر
د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په موڼي سیمه کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت لس بستریز روغتون پرانیستل شو.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د یاد روغتون د پرانيستې په مراسمو کې ویلي، چې دغه روغتون په یوه کال کې جوړ شوی او په وړيا ډول به لس زره وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

Img 20240927 Wa0006
نوموړي زیاته کړه ، چې د کونړ د ۲۵۰ بستریز مرکزي روغتون پاتې چارې به هم ډېر ژر بشپړې شي، چې په پایله کې به د کونړ او نورستان ناروغانو ستونزې هوارې شي.
ورته مهال د ټکنالوجۍ او مخابراتو وزیر مولوي نجیب الله حقاني وویل: “مونږ نور د جنګ له میدانه جنازې نه پورته کوو، بلکې اسلامي نظام مو په هېواد کې حاکم دی. ولس ته غواړو په عمل کې خدمت وکړو او د امنیت ساتنه زموږ ګډه دنده ده.”
د یادونې وړ ده چې پرون هم د کونړ په پیچ درې ولسوالۍ کې د ۲۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه لس بستریز روغتون ودانۍ پرانیستل شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته