د کونړ مرکزي روغتون د طالبانو  د توغندى د لکېدوله امله اور واخيست

 کابل / د چنګاښ ٢مه / باختر

په اسعد آباد ښار کې د کونړ پر مرکزي روغتون د وسله والو طالبانو  توغنديو برېد وشو.

ويل کېږي څه ناڅه دوه توغندي پر دغه روغتون ولګېدل او د روغتون يوې برخې اور واخيست.

د رارسېدلوخبرونوله مخې؛  نن سهار د کونړ مرکز په اسعدآباد ښارپه ځينوبرخو توغندي ولکېدل؛ دغه توغندي د استوګنې پر يو کوراو مرکزي روغتون ولګېدل.

د کونړ والي محمداقبال سعيد له باخترآژانس سره په اړيکه کې وويل، وسله وال طالبان يې د دغو  توغنديو د توغولو عامل وبلل.

هغه وويل دتوغنديو دلکېدوله امله د سر زيان نه دى اوښتې.

د توغنديو په دغو بريدونو کې د روغتون د لمريزې برېښنا مرکز، او د دغه روغتون           د تاسيساتو يوه برخه ويجاړه شوه.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته