د کونړ د ګمبیري بند پروژې تړون له دوو ودانیزو شرکتونو سره لاسلیک کېږي

کابل، د غويي ۱۶مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور، د کونړ په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ګمبیري اوبو لګولو او برېښنا د تولید بند له سیمې څخه د لیدنې پر مهال، د اوبو د مدیریت او انرژۍ په پراختیا کې د یاد بند ارزښت بنسټیز بللی دی.
ملا عبداللطيف منصور ویلي چې د ګمبیري بند د جوړولو پروژه، د اوبو او انرژۍ وزارت په لومړیتوبونو کې ده او دغه بند د اوبو د مدیریت او برېښنا د تولید په برخه کې خورا ارزښت لري.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ګمبیري بند د تفصیلي ډيزاین چارې بشپړې شوې او د ودانیزو چارو لپاره چمتو دی چې د دغې پروژې تړون به ډېر ژر له دوو ودانیزو شرکتونو سره لاسلیک شي.
ویل کېږي چې د یاد بند په جوړېدو سره به، ۴۵ میګاواټه برېښنا تولید او شاوخوا ۳۲ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او همدارنګه څه باندې ۳۰۰ زره کسان به ترې برخمن شي.