کابل باختر دکب دمياشتې ٥ :
د کونړ دپيښې د اوولسو تنو شهيدانو مړي نن د ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ
کې کورنيو ته يې وسپارل شول.
دوي د ملي اردو منسوبين وو چې پرون دکونړولايت په غازي آباد ولسوالۍ کې
د طالبانو دبريد له امله شهيدان شول.
په دغو مراسمو کې دملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي ، دکورنيوچارو
وزير محمدعمر داود زى ، يوشمير نورو لوړ رتبه دولتي مقاماتو ، د ملي شورا ددواړو مجلسونو يوشمير غړو، دجمهوري رياست نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله،
يو زيات شميرهيوادوالو او د شهيدانو دکورنيو غړو ګډون کړى وو.
دکونړ دپيښې دشهيدانو تابوتونه په داسې حال کې چې هېواد په ملي بيرغ پوښل شوي وو ، کورنيو ته يې وسپارل شول.
په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزير وينا وکړه .
ددغه خبر جزئيات وروسته خپريږي .
0 1 دقیقه لوستل