د کونړ د پنځو سیمو د نفرایټو کانونو داوطلبي؛ ۲۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابرېږي

کابل، د مرغومې ۲مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ، د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ د پنځو سیمو د نفرایټو کانونو داوطلبي ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې شیخ الحدیث دلاور په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د نفرایټو د یادو سیمو په اړه معلومات ورکړي او ویلي يې دي: دغه قراردادونه د یو میلیارد افغانیو په پانګونې سره د پنځو کلونو لپاره په قرارداد ورکول کېږي او ۲۵۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
ویل شوي چې دې داوطلبي کې «خاور ننګرهار شرکت» د کوزچنچن اول سیمې د نفرایټو کان یو ټن د دوه میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په قيمت؛ د «لعل پادشاه نویداحمدزی شرکت» د کوزچنچن دویمې سیمې د نفرایټو کان یو ټن د یو میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په قيمت؛ د «مومند بازان شرکت» د چنچن ناو اول سیمې د نفرایټو کان یو ټن د دوه میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په قيمت؛ د «هېواد ویژن شرکت» د چنچن ناو دویمې سیمې د نفرایټو کان یو ټن د۸۵۰ زره افغانیو په قیمت او د «رویال عطايي شرکت» د کلاول سیمې د نفرایټو کان یو ټن د ۳۵۰ زره افغانیو په قيمت سره، ګټونکي اعلان شول.