روغتیا

د کونړ د درملو په ډیپوګانو کې د اور لګېدنې له امله ٩٠ سلنه درمل سوځېدلي دي

 کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۳ مه
د کونړ د عامې روغتیا ریاست په نوې ودانۍ کې د دارو درملو په ډیپوګانو کې د اورلګېدنې له امله ۹۰ سلنه دارو درمل او روغتیایي توکي سوځېدلي دي.
اور پرون د اسعد آباد په منډه کول سیمه کې د روغتون په نوې ودانۍ کې لګېدلی وو چې نږدې دوه ساعته یې دوام وکړ او په ډیپوګانوکې زېرمه شوي ټول توکي سوځولي دي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم باختر آژانس ته وویل: د اورلګېدنې لامل لا تر اوسه روښانه نه دی، خو۹۰ سلنه توکي او درمل پکې سوځیدلي دي.
د کونړ عام خلک او مدنی فعالان وایي: ډیپوګانو ته اور په لوی لاس اچول شوی چې د چارواکو له لورې شوی فساد پټ کړي.
دوی وایي: د پردې ترشا نورې خبرې دي، او باید په جدي توګه وپلټل شي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا ریيس عزیزالرحمان هم وايي: د اورلګېدنې لام معلوم نه دی، خو په ٥ ډیپوګانو کې د عامې روغتیا لوژیستیکي توکي، دارو درمل او روغتیایي وسایل په بشپړه توګه سوځیدلي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته