ټولنه

د کونړ ديني عالمانو د جمهور ريېس له طرحې څخه خپل ملاتړ اعلام کړ

اسعد اباد باختر د غويي د مياشتې ٤ مه
په هېواد کې د سولې او امنيت د ټينګښت په موخه د جمهور ريېس د طرحې اوهڅو څخه د کونړديني عالمانو، قومی مشرانو او ځوانانوملاتړ وکړ.
د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال د خبر له مخې:
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د کونړ والي وحيدالله کليمزي غونډې ته په خپله پيلېزه وينا کې وويل چې،  په کونړ کې امنيت د ډاډ وړدی اودا د ولسونومرسته اوهمکاري ده چې په ارامه فضا کې ژوند کوو.
هغه له ولسونو وغوښتل چې، د امنيت په ټنګښت او د سولې په راوستوکې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وکړي.
کليمزي زياته کړه چې د سولې راوستل يوازې د حکومت دنده اومسوليت نه دی بلکې د ولسونو مسووليت هم دى چې د سولې لپاره هڅې وکړي.
د کونړ والي د پولې بلې غاړې ته د پښتون ژغورنې د غورځنګ د فعاليتونوملاتړ هم وکړ او د هغوى غوښتنې يې د پښتنو ولسونوحق وباله.
هغه له خلکو وغوښتل چې ټول ولسونه د راتلونکو پارلماني او د ولسواليوشوراګانوپه ټاکنوکې دنوم ليکنی لپاره ګډون وکړي.
په غونډه کې ديني عالمانو،قومي مشرانو او ځوانانو هم ويناوې وکړې او د سولې په اړه يې د جمهور ريېس له طرحې څخه خپل ملاتړ اعلام کړ. پاى_ وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته