۴۳- کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
په قندهار کې د کومانډو يو سرتېرى د موټربم په چاودنه کې شهید شو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ يرغلګرو له چاودېدونکو توکو ډک هاموی ټانک نن له غرمې مخکې په ژيړي ولسوالۍ کې د يوې امنيتي پوستې پر وړاندې وچاوه.
په قندهار کې يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل په دې چاودنه کې د کوماندو يو سرتېرى شهید شوی دی.
د قندهار پوليسو وياند جمال ناصر چاودنه تائيد کړه او ويې ويل چې له بمونو ډک هاموی موټر هدف ته له رسېدو مخکې کله چې پوځيانو پرې شک وکړ، وچول شو.
وسله والو طالبانو تراسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پاى \ ذ
5 د یوې دقیقې څخه لږ