روغتیا

د کوزڼ ناروغي له منځه وړل د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي

ګردیز باختر د لړم ۱۳ مه
د پکتیا د ولایتي ادارې مسوولین وايي چې د ګوزڼ د ناروغۍ له منځه وړل د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې د حکومتي ادارو ترڅنګ د قومي مخورو، دینې عالمانو، ځوانانو او د مدني ټولنو په همکارۍ ټينګار کوي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ولایت خان احمدزي نن د واکسینو  د درې ورځني کمپاین د پېلیدو په مراسموکې د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به ۱۹۱ زره ۹۱۸ تنه ماشومان واکسین شي.
هغه په ولسونو هم غږ وکړ چې د واکسینو له رضاکارو ټیمونو سره همکاري وکړي څو د واکسینو په کولو سره ماشومان د پولیو له ناروغۍ څخه وژغورل شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته