سیاستخبرونهاقتصادTOP

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره د نیله باغ او یو شمېر نورو پروژو په اړه خبرې وکړې

کابل، د غبرګولي ۸مه، باختر

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې د نیله باغ او یو شمېر نورو پروژو په اړه خبرې وکړې.

نعماني په دغه کتنه کې همدارنګه له افغانستان سره د چین د مرستو له کبله د مننې ترڅنګ په کابل کې د نیله باغ پروژې، چې د چین هېواد په بلا عوضه مرسته جوړېږي، د وضعیت او د چارو پرمختګ په اړه خبرې وکړې او د یادې پروژې د ټولیزې بشپړتیا د څرنګوالي په اړه مالومات ورکړل.

د کور او ښار جوړولو وزرات سرپرست زیاته کړه؛ د هغه لس زره کورونو له جملې، چې ۱۴۰۰ یې د کابل په نیله باغ پروژه کې جوړېږي، تمه لري چې پاتې هغه یې د نوي کابل ښار په پروژه کې جوړ او یاده پروژه سرته ورسېږي.

هغه همدارنګه له چینایي لوري څخه غوښتنه وکړه، چې د نوي کابل ښار په پروژه کې د پانګونې په موخه چینایي پانګوال وهڅوي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د چین سفیر ژاو شینګ وویل، د نیله باغ هستوګنیزې پروژې د چارو کیفیت او چټکتیا په موخه له اړوند شرکت سره خبرې کړي او تمه لري، چې چارې به یې پر ټاکلي وخت ترسره شي.

نوموړي یاده پروژه ارزښتمنه وبلله او یادونه یې وکړه، چې د پاتې برخو د عملي کېدو په موخه به یې هڅو ته دوام ورکړي.

سفیر ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان کې د ځینو پروژو په بشپړوالي سره به د پانګونې کچه نوره هم لوړه او د دواړو هېوادونو د ښې راتلونکې پیلامه به وګرځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته