سیاست

د کورنیو چارو وزیر د ملي پولیسو د ځواکونو په پیاوړتیا کې د آلمان د همکاریو دوام مهم وباله

کابل – باختر د سلواغې دمیاشتې ۱۳
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د آلمان د کورنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د افغانستان د ملي پولیسو د ځواکونو په پياوړتیا کې د آلمان رول مهم وباله او د دغه هېواد د همکاریو د دوام غوښتنه يې وکړه.
د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرراکړ:
په دې خبري غونډه کې چې پرون په سپیدار مانۍ کې جوړه شوه؛ د کورنیو چارو وزیر د ملي پولیسو ځواکونو په روزنه کې د آلمان د مرستو له امله قدرداني وکړه او ټینګاريې وکړچې آلمان د افغانستان د یوه کلیدي متحد په توګه، په وروستیو پنځلسو کلونوکې سربېره پر دې چې د افغانستان د بیا جوړولو په بهیرکې يی ارزښتناکه ونډه اخستې ده، د امنیتي ځواکونو په تېره بیا د ملي پولیسو د ځواکونو د پیاوړتیا په کارکې يی هراړخیزې او پرله پسې مرستې کړې دي.
د کورنیو چارو وزیر په همدې حال کې د روان کال له امنیتي چلنجونو سره د مقابلې لپاره د لازم تیارى د نیولو خبرې وکړې او څرګنده يی کړه چې د ملي پولیسو ځواکونو د هېواد له نورو امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ کې همدا اوس د ظرفیتونو د لوړولو، د چلنجو د څیړنې او د ملي پولیسو په لیکو کې د نیمګړتیاوو او نواقصو د لمنځه وړلو په باب په شدت سره کارکوي چې په روان کال کې له هرراز امنیتي چلنج سره مقابلې ته چمتو وي او د تروریستانو او جنایتکارانو په وړاندې د خلکو دفاع وکړي.
دغه راز د آلمان د کورنیو چارو وزیر په وروستیو کلونوکې د ملي پولیسو د ځواکونو د روزنې او سمبالولو په کارکې د خپل هېواد همکاریو ته په اشارې سره وویل چې آلمان د هغه رول له امله چې د افغانستان د ملي پولیسو د ځواکونو په روزنه او سمبالولوکې لري، خوښ دی او د دغو ځواکونو د ظرفیتونو لوړولو ته په پاملرنې سره، دا هیله پیدا شوې ده چې آلمان او افغانستان وکولای شي د دوه اړځیزو همکاریو د پراختیا او په تېره بیا په امنیتي برخه کې زیات کار وکړي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر، دغه راز اروپايی هېوادونو په تېره بیا آلمان ته د افغانستان د ځواکونو د مهاجرت د کچې لوړوالي ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان ځوانان د دې هېواد ملاتړ جوړوي او له هېواد څخه بهر ته د هغوی د مهاجرت د مخنیوي د څرنګوالي په باب د ملي وحدت د حکومت او د نورو بنسټونو له مشرانو او له دولتي مسوولینو سره خبرې شوې دي چې د کار د زمینې په برابرولو او د هېواد د امنیتي حالت په ښه والي سره له افغانستان څخه بهرته د افغان ځوانانو د مهاجرت مخه ونیول شي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر په همدې حال کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل چې په نږدې راتلوونکې کې آلمان ته سفر وکړي او په دغه هېوادکې د افغانستان د مهاجرینو د ستونزو او د نورو مسئلو په باب د آلمان د دولت له مقاماتو سره خبر‎ې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته