د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ياد وزارت اړوند ادارو له رئیسانو سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني نن له غرمې مخکې د دغه وزارت د غونډو په تالار کې د یاد وزارت له رئیسانو سره وکتل.

په پیل کې د کورنیو چارو وزارت سر یاور مولوي عبدالرحیم ثاقب د دې ناستې ترسره کېدو موخه د وزارت په کچه له رييسانو سره د چارو څار، د اداري کار کوونکو ترمنځ سالمې همغږۍ رامنځته کېدل، هېوادوالو ته د چارو ترسراوي په برخه کې د لازمو آسانتیاوو او سالمې همغږۍ رامنځته کېدل یاد کړل.

خلیفه سراج الدین حقاني دې ناستې ته په وینا کې د دغه وزارت اداري کار کوونکو له لوري ولس سره ښه چلند او په ښه توګه د چوپړتیاوو ترسره کېدل وستایل او د لا ښه ترسراوي په موخه یې پر لا هڅو ټینګار وکړ.

حقاني زیاته کړه چې مسؤل ادارې باید د نویو تشکیلاتو د ګومارنې په لړۍ کې په بشپړه توګه روڼتیا په پام کې ونیسي او کار د کار اهل ته وسپاري او اړوند مسوولین باید د راتلونکي کال تشکیلاتو ته بشپړ چمتووالی ولري.

نوموړي له خلکو سره پر ښه چلند ټینګار وکړ او په خبره یې مسوولین باید خپلو چارو ته پام وکړي او پر وخت خپلو ورسپارل شویو دندو ته رسېدنه و کړي.

د هغه په وینا د اسلامي امارت په چوکاټ کې شاملېدل او هېوادوالو ته چوپړ کول پر ویاړ سربېره د دنیا او آخرت د بریا وسیله ګرځېدلې ده.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل که څه هم ډېرو خلکو د هېواد او ملت په نوم سياست وکړ، خو و نه توانیدل چې هېواد ته رښتینی خدمت و کړي.

خلیفه سراج الدین حقاني څرګنده کړه چې اسلام د اعتدال دین دی او تاسو باید له خلکو سره د سختۍ پر ځای نرم چلند و کړئ.

د هغه په وینا یې ټول کار کوونکي باید خپل صورت او سیرت په اسلامی اخلاقو سمبال کړي او مسوولیت ته باید د ملکیت په توګه نه بلکې د امانت په توګه وکتل شي او د یووالي په شتون کې د ښه خادم په توګه، موجوده قواعدو ته په پام خپله چارې ترسره او د مشرانو احکام او فرامین پر ځان او نورو هېوادوالو تطبیق کړئ.

په دغه ناسته کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي وویل چې پر وخت چارو ته رسیدل، له خلکو سره ښه چلند او تعامل د نظام د پایښت ضمانت کوي.

جلالي له مسوولینو و غوښتل چې له مامورینو سره ښه چلند او مامورین باید به بشپړه توګه د خپلو مشرانو اطاعات و کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته