سیاستخبرونهامنیتTOP

د کورنیو چارو وزارت سرپرست: د فلسطین ورونه هم د افغانانو په څېر به د آزادۍ اختر ونمانځي

کابل، د زمري ۲۴مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني، نن په بګرام هوايي ډګر کې د زمري ٢٤مې (فتحې ورځ) د نمانځلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، ویلي چې د فلسطین ورونه هم د افغانانو په څېر به د آزادۍ اختر ونمانځي.
خلیفه سراج الدین حقاني زیاته کړې ده: “افغان مجاهد او قهرمان ولس په خپلو بې ساریو قربانیو سره، خپل سپېڅلی آرمان (آزادي) ترلاسه کړه چې ټول افغان ولس ته یې مبارکي وایم.”
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي دي: “د فلسطین ورونو ته ډاډ ورکوم؛ لکه څنګه چې افغانانو تر اوږدې او ستونزمنې مبارزې وروسته؛ آزادي ترلاسه کړه؛ داسې ورځ پر تاسو هم راتلونکې ده او دا د اختر ورځ به خامخا ولمانځئ.”
هغه، دغه راز پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له اوسني فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره دې، له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ لاره غوره کړي.
د یادونې وړ ده چې د اسد/زمري ۲۴مه، نن د پلازمېنې کابل او بګرام هوايي ډګر په ګډون؛ د هېواد په ټولو ولایتونو کې په پرتمینو مراسمو او د هېوادوالو په پراخ ګډون سره نمانځل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته