سیاستخبرونهامنیتTOP

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د عربي متحده اماراتو له چارواکو سره د مختلفو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي

کابل، د غبرګولي ۱۷مه، باختر 

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو ويلي، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني عربي متحده اماراتو ته د سفر په ترڅ کې د هغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره پر مختلفو موضوعاتو غږېدلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د عربي متحده اماراتو له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د اسلامي امارت د امنیتي ارګانونو په صحي او ساختماني برخو کې د همکارۍ په اړه خبرې اترې شوې دي.

مجاهد زیاته کړه، چې په دغو کتنو کې همدارنګه په عربي متحده اماراتو کې د افغان بندیانو د خلاصون پر موضوع هم خبرې شوي او عرب چارواکو منلې چې هلته بندي افغانان به ازاد کړي. 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دغه سفر په ترڅ کې د عربي متحد اماراتو له چارواکو سره افغانانو ته د هغه هېواد د ویزو خلاصولو په اړه هم خبرې کړي او مقابل لوري ورسره ژمنه کړې، چې د یو مکانیزم له مخې به په نږدې راتلونکي کې خلاصې شي.

 په دغه کتنو کې همدارنګه د افغانستان د ترافیکو سیستم د ډیجيټلي کولو، په افغانستان کې د شته امن د تحفظ او په مجموع کې د سیمې د امن په اړه د هلو ځلو او په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د کمپنیو پانګونې په اړه د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته