سیاست

د کورنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر د انگلستان هیواد د کورنیو چارو وزیرې سره وکتل

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٣١ مه:
د کورنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر د انگلستان د کورنیو چارو وزیری سره په امنیتی چاروکی د دواړو هیوادونو ګډو همکاریو پراختیا په موخه د خپل کار په دفترکی وکتل.
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کی چی د کورنیو چارووزارت د مخدره توکوسره د مبارزی معین لوی پاسوال بازمحمد احمدی هم حاضرؤ، دواړولورو د سیمی په کچه د ترهګری اومخدره توکوپه وړاندی د مبارزی په ډګرکی په ګډو همکاریوټینګاروکړاوپدی برخه کی يې د لازیاتوهڅوغوښتنه وکړه.
  د کورنیوچارووزارت نوماند اوسرپرست وزیر محمدعمرداوود زی خپلو لنډ مهالو اواوږد مهالو پلانونو ته په اشاری سره وویل چی د ټولټاکنو لپاره امنیتی شرایط برابرول ، د هرډول فساد په وړاندی مبارزه اود هیواد په کچه د امنیتی وضعی ښه والی د کورنیو چارووزارت لومړیتوبونه دي.
د کورنیو چارووزارت سرپرست اونوماند وزیرزیاته کړه چی د افغانستان ملی پولیس به په راتلونکو ټولټاکنوکی په پوره بی پریوالی سره د هیواد والوامنیت خوندي کړي.
وروسته دانګلستان دکورنیو چارو وزیرې میرمن تریسا می، د خپلوتېرو ۱۲ کلونو ترسره شوو مرستو ته په اشارۍ سره وویل، مونږ به له افغانستان سره په خپلو ټولو کړو ژمنو ولاړ اود سیمی په کچه د ترهګری اومخدره توکوسره د مبارزی په ډګر کی به د افغانستان خلکواودولت سره د هیڅ رازمرستواوهمکاریوڅخه ډډه ونکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته